د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۳مه نېټه د ان هوی ولايت د هوانګ شان سيلانيزې سيمې کارکوونکو لي پې شنګ او هو شياو چون ته ځوابي پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې د نوموړو کارکوونکو د کارونو ستاينه کړې او هڅولي يې دي، چې په مداومه توګه د چين د ښو وګړو د نمونې رول ولوبوي.
لي پې شنګ او هو شياو چون د ان هوی ولايت د هوانګ شان سيلانيزې سيمې د تنظيفاتو کاروونکي او د دې سیمې د مشهورې کاج (ناجو) ونې ساتوونکي دي.
دغه ونه د هرکلي يا ښه راغلاست بڼه لري او په چين کې ډېره مشهوره ده.
لي پې شنګ او هو شياو چون په ۲۰۱۲م کال او ۲۰۲۱م کال کې په کارونو کې د ښه چلند او کوښښونو له کبله د چين د ښو وګړو په نوملړ کې شامل شوي دي.
نوموړو په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته پيغام ليږلی او د خپلو کارونو په اړه يې مالومات ورکړي دي او د ښکلي هوانګ شان د ساتلو او د خدمتونو ټينګ هوډ يې څرګند کړی دی.