په برازيل کې د چيني کلتور د احساس اوونۍ کمپاين پيل شو
CMG2022/08/15 14:42:02
شريکول:


د چين او برازيل ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د ۴۸مې کليزې د لمانځنې په پار ((د چین شېبه)) تر عنوان لاندې د چيني کلتور د احساس اوونۍ په نوم کمپاين د اګست په ۱۳مه نېټه د برازيل د پلازمينې برازيليا د برازيل بانک په کلتوري مرکز کې پيل شو.

ځايي وګړي د دغه کمپاين له پيل مخکې ساعتونه وړاندې د نوموړي کلتوري مرکز مخې ته په انتظار کې ولاړ وو، څو د چيني اوپرا د سينګار، د باڼسي څراغونو د جوړولو، د کاغذ د لاسي اثارو او د تای جي نومي تمرين په شمول د چين عنعنوي کلتوري فعاليتونه ننداره کړي.

د برازيليا پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي ښوونکو د فعاليت ګډونوالو ته د چين عنعنوي کلتور په اړه مالومات ورکوي او نندارچيان ترې خوندونه اخلي.

 د برازيليا پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي مشرې لو شياو جيوان په خپلو خبرو کې وويل، چې مونږ د برازيل خلکو ته د چيني کلتور په اړه مالومات ورکړي او هڅولي مو دي، چې له چيني کلتور سره لا ډېره اشنايي پيدا کړي.