په پاکستان کې سيلابونو ۱۰ کسان وژلي
CMG2022/08/15 10:59:01
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اګست د ۱۳مې نېټې په شپه يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي، چې په بلوچستان کې تر ټولو سخت سیلابونه راوتلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۶ کسان وژلي دي.

 راپور زياتوي، چې په پاکستان کې د جون له نیمايي راهيسې، د سختو بارانونو له امله زورور سيلابونه راوتلي او ډېرو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

يادو سيلابونو په ټول پاکستان کې ۵۹۲ کسان مړه او ۹۷۴ کسان یې ټپيان کړي او ۵۱۶۵۹ کورونه يې ړنګ او ۱۲۶ پولونه یې نړولي دي.

 (مينه)