وانګ يي د بشري حقوقو د نړيوالې ادارې د پياوړتيا لپاره وړانديزونه وکړل
CMG2022/08/16 11:20:49
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۵مه نېټه په ژنيو کې د اسيايي او افريقايي پرمختيايي هېوادونو له ميشتو سفيرانو سره انلاين ليدنه کړې ده.

ټاکل شوې، چې په ژنيو کې د اسيايي او افريقايي پرمختيايي هېوادونو ميشت سفیران به له چين څخه ليدنه وکړي.

وانګ يي له نوموړو سفیرانو سره د بشري حقوقو په اړه د نظرونو تبادلې کړي او د بشري حقوقو د نړيوالې ادارې او څواړخيزو سازمانونو د چارو د پياوړتيا په اړه يې وړانديزونه کړي دي.

۱ـ ټول هېوادونه دې په متقابل احترام ټينګار ولري او پر نورو هېوادونو د بل فکر له تپلو سره دې مخالفت وکړي.

 ۲ـ  ټول هېوادونه دې سيستماتيک پرمختګ وکړي او په خپل سر انتخاب سره دې مخالفت وکړي.

۳ـ  نړيواله ټولنه دې پر خلاصون او ټولشموليت ټينګار ولري او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره دې مخالفت وښيي.

۴ـ  ټول هېوادونه دې پر عدالت ساتنې ټينګار ولري او له دوه ګونو معيارونو سره دې مخالفت وکړي.

(مينه)