په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مقر او په سويس نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو پر ځايي وخت د اګست په ۱۲مه نېټه د کارګرو نړيوال سازمان ته ((د ۱۹۳۰م کال د جبري کارونو تړون)) او ((د ۱۹۵۷م کال د جبري کارونو د لغوه کولو تړون)) د منظورۍ ليکونه وړاندې کړي دي.
د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې د چين حکومت د کارګرو د حقه حقونو د ساتلو او جبري کارونو ضد ټينګ دريځ لري.
( سپوږمۍ)