په پاکستان کې په تېرو دوو مياشتو کې د سيلابونو له امله ۶۰۰ کسان وژل شوي
CMG2022/08/16 11:23:38
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اګست په ۱۵مه نېټه ويلي، چې د جون له نيمايي راهيسې، په دغه هېواد کې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو ۶۱۸ کسان وژلي او ۹۸۲ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

راپور وايي، د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې تر ټولو سخت سيلابونه راوتلي  او د جون له ۱۴مې نېټې راهيسې يې په دغه ايالت کې ۱۸۸ کسان وژلي او ۷۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

راپور زياتوي، سختو سيلابونو په پاکستان کې ۶۹۸۷۴ کورونه ړنګ کړي، ۲۸۰۰ کيلومټره سړکونه او ۱۲۷ پولونه يې نړولي او څه باندې ۳۰ زره څاروي يې وژلي دي.

(مينه)