په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۸۷۳۹۶۵۸۹ ته رسېدلی
CMG2022/08/16 09:57:02
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۴۲ دقيقو پورې په ټولې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمير په پرتله ۳۹۱ زره او ۱۷۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۸۷ ميليونه، ۳۹۶ زره او ۵۸۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۷۰ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۲۸ زره او ۶۶۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)