ولاديمير پوتين: روسيه به ملګرو هېوادونو او همکارانو ته عصري وسلې ورکړي
CMG2022/08/16 10:58:32
شريکول:

د روسيې کريملين ماڼۍ د اګست په ۱۵مه نېټه د ولسمشر ولاديمير پوتين په قول خبر ورکړی، چې روسيه د لاتيني امريکا، اسيا او افريقا له هېوادونو سره ټينګو، دوستانه او باوري اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې د خپلو ملګرو هېوادونو او همکارانو لپاره د توپکو، توغنديو، زغروال موټرونو، جنګي الوتکو او بېپيلوټه الوتکو په شمول عصري وسلې برابرې کړي

. نوموړي زياته کړې، چې د روسيې وسلې او تجهيزات، په تېره بيا عصري وسلې، د انساني ماشينونو ټېکنالوژي او جنګي سيسټم د نورو هېوادونو د وسلو په پرتله ډېر ښه توان او غوروالی لري.

پوتين ويلي، چې روسيه به د نويو وسلو او تجهيزاتو د جوړولو لپاره هڅې او د عدالت او برابرۍ پر بنسټ به له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې روسيه به له خپلو ملګرو هېوادونو سره ګډو پوځي تمرينونو ته دوام ورکړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې د جنګي تمرينونو د پېچليو دندو طرحه د نظامي مهارتونو او لارښوونو د لوړوالي او د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري.