د روسيې دفاع وزارت: يوه بريتانوي پوځي الوتکه يې له خپل هوايي قلمرو شړلې
CMG2022/08/16 11:10:44
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت د اګست په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې په همدې ورځ د ګزمې پر مهال د بارينټس سمندرګي پر هوا يوه نامالومه الوتکه پيدا کړه، چې د روسیې قلمرو ته ننوتلې وه.

د روسيې د دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې يوه د ميګ- ۳۱ بې اېم ډوله جنګي الوتکه د دغه هېواد پر هوايي قلمرو د تېري د مخنيوي لپاره هوا ته پورته کړه او مالومه يې کړه، چې د بريتانيې د هوايي ځواک د ار سي - ۱۳۵ ډوله اکتشافي الوتکه يې هوايي قلمرو ته  ور ننوتلې ده.

اعلاميه وايي، چې دغې بريتانوي الوتکې په سنټ انګل سيمې کې د روسيې پر هوايي قلمرو تېری کړی او هوايي ځواک يې له سیمې شړلې ده.