تهران: امريکا دې د ايران اټومي تړون د بيا پلې کېدو لپاره انعطاف منونکې رويه غوره کړي
CMG2022/08/16 11:08:50
شريکول:

د ايران خارجه وزير امیرعبداللهیان د اګست په ۱۵مه نېټه ويلي، چې هېواد به یې په همدې ورځ د هراړخيز اټومي تړون د بيا پلې کېدو په اړه خپل اخري وړانديز وړاندې کړي.

نوموړي ويلي، که امريکا خپله انعطاف منونکې رويه وښيي، نو اړوندې خواوې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې موافقې ته ورسېږي.

د ايران مهر خبري اژانس خبر ورکړی، چې عبداللهيان په همدې ورځ خبريالانو ته ويلي، چې ايران اوس له امريکا سره په غيرمستقيم چينال پر ۳ مشخصو مسئلو مذاکرات کوي. د نوموړي په وينا، امريکا د مذاکراتو د وروستي پړاو په ترڅ کې د دوو موضوعاتو په اړه انعطاف منونکې خبرې کړې دي.

عبداللهيان پر امريکا غږ کړی، چې په پاتې یوې مسئلې کې هم واقعي رويه وښيي. 

( سپوږمۍ)