له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو يو کال پوره شو
CMG2022/08/16 11:08:06
شريکول:

د اګست په ۱۵مه نېټه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو يو کال پوره شو. د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ نوبتي خبري ناسته کې د خبريال يوې  اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې که څه هم امريکا په افغانستان کې ناکامه شوه، خو ظاهراً يې ور څخه هېڅ عبرت نه دی اخیستی او نه يې هم له خپلې ماتې څه زده کړي دي.

وانګ ون بين وويل، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو پر دغه هېواد د امريکا د ډيموکراتيکو اصلاحاتو د تپلو ناکامي په ګوته کوي. د يو هېواد ډيموکراتيکه لار يوازې د همغه هېواد د خلکو لخوا ملي واقعيتونو ته په کتو جوړيږي او بهرني ځواکونه يې په زور ورباندې نه شي ټاکلی.

 د نورو پر کړنلارې د امريکايي شکله ډيموکراسۍ تپل مناسب کار نه دی او خامخا به یې هڅې شنډېږي. امريکا او ملګرو يې افغانستان ۲۰ کاله اشغال کړی و، خو وروسته په ډېره بېړه ترې ووتل.

امريکا د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه د نړۍ پر ګوټ ګوټ تېری کړی، د نورو په کورنيو چارو کې يې مداخلې کړي او شخړې او مقاومتونه يې راپورته کړي دي او موخه يې دا ده، چې خپلو جغرافيايي موخو ته ورسيږي. د امريکا دغه کړنې د نړيوالو د سخت مخالفت سبب ګرځېدلې دي.

( سپوږمۍ)