که د چاپېریال ساتنې تګرارې عملي شي، بشر به بیا شين آسمان او ستوري وګوري
CMG2022/08/16 16:06:17
شريکول:

د چين پلازمينې بېجينګ ختيځ لور ته په کابو ۱۸۰ کيلومترۍ کې د هه بې ولایت اړوند «تانګ شان» په نوم يو ښار دی.

دغه ښار د نړۍ د فولادو اتمه برخه توليدوي او په هه بې ولایت کې تر ټولو زياته اندازه ده.

نو ځکه په دې ښار کې هوا د نورو ښارونو په پرتله ډېره ککړه ده

.

لاندې عکس له سپوږمکۍ څخه اخيستل شوی او نسبتا پاک او شفاف ښکاري.

خو لس کاله مخکې به د ياد ښار د اوسپنې او فولادو د تولیدي فابريکو د باندې فضا ډېره خړه وه او د ۲۰۲۱ م کال په مارچ کې دا ککړتیا کمه او اوس له فضا څخه د فابريکې ودانۍ او تاسیسات په شفاف ډول ليدل کېږي.

په تېرو لسو کلونو کې د صنعتي چارو د ککړتيا کمولو سره هممهاله له انرژۍ څخه استفاده ښه شوې او ډېره ککړتیا نه رامنځته کوي.

د هه بې ولايت په چين کې د انرژيو په تولید کې د بدلون ستر رول لري. په تېرو لسو کلونو کې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د بريښنا او نورو پاکو انرژيو په وسيله د انرژۍ د توليد ماشينونه ډېر زيات شوي. د پاکې انرژيو له لارې د بريښنا توليد اندازه اوس په ټوله نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی. د هوا کيفيت د اوسيدونکو د نيکمرغۍ له احساساتو سره مستفيم تړاو لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې بايد خلکو ته د  شنه آسمان، سپيې ورېځې او شفافو ستورو د لیدو زمینه برابره شي.