د چین اقتصاد د ثابت پرمختګ ګامونه پورته کړي
CMG2022/08/16 14:56:47
شريکول:

د چین د ملي اقتصاد د غوړېدو په خبري ناسته کې چې د اګست په ۱۵مه نېټه ترسره شوه، پکې ویل شوي چې د چین اقتصاد د ثابت پرمختګ ګامونه پورته کړي دي.

د چین رسمي شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین د کورنیو تولیداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله 2.5 سلنه زیات شوی، په دې لړ کې د لومړۍ ربعې زیاتوالی 4.8 سلنه و او د دوهمې ربعې زیاتوالی 0.4 سلنه ښودل شوی دی. د یادولو وړ ده چې په دوهمه ربعه کې په هېواد کې د کرونا وبا د څپو له امله د ملي پرمختګ مثبت پرمختګ  ډېر پڅ او ستونزمن  و.
 په تېر جولای کې نړیوال چاپېریال نور هم پېچلی شوی، د نړیوال اقتصاد د عادي کېدو سرعت ورو شوی او د زیاتې تودوخې او اورښتونو په شمول او منفي عواملو سره سره، د چین اقتصاد ثابت ګامونه پورته کړي دي.

د چین د نړیوالې سوداګرۍ هڅوونکې شورا څو ورځې مخکې د بهرنیو پانګوالو د سوداګریزې زمینې څېړنيز راپور خپور کړ، چې له مخې يې، په دوهمه ربعه کې 91 سلنه بهرنیو تصدیو په چین کې خپلې سوداګریزې چارې جاري ساتلې او یا نورې هم پراخې شوې دي.

عمده لاملونه يې د چین بازار لا پراختیا او همدارنګه چین د دغو تصدیو کلیدي ستراتيژيکه موخه بلل کېږي. تر دې وروسته چې د تېر جولای اقتصادي شمېرې خپرې شوې، په چین کې د دغو تصدیو د پاتې کېدو باور لا زیات شوی دی.

تېر جولای میاشت په چین کې د لویو پيمانو لرونکو صنعتي چارو زیاتوالی، د خدمتي چارو توليدي ګراف، د وارداتو او صادراتو ارزښت، د مصرفي توکو د پرچون پلورنې ارزښت او په غیرمنقولو شتمنیو کې پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښودلی دی.

سربېره پر دې په تېر جولای کې د چين په ټولو ښارونو او ولسوالیو کې د وزګاري کچه 5.4 سلنه ښودلې چې د تېر جون په پرتله 0.1 سلنه راټيټه شوې ده. د روزګاري ثابت حالت له کبله، نو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ حالت هم ثابت دی. په همدغه میاشت کې د مصرفي توکو د بیې ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله 2.7 سلنه لوړ شوی او د ټول کال د 3 سلنې وړاندوینې په پرتله ټيټ و. په داسې حال کې چې په ګردې نړۍ کې د پيسو انفلاسیون کچه ډېره لوړه ده، او د ځينو اروپايي هېوادونو او امریکا کې د مصرفي توکو د بیې ګراف زیاتوالی 8 سلنې ته رسېدلی، په چین کې د توکو بیې ثابتې ساتل شوې دي، او دا ډېر د پاملرنې وړ کار هم دی.

د فرانسې شیلد انسټيټيوټ شنونکي او د نړیوالو موضوعاتو کارپوه سبستين پريموني په اشارې سره وویل، چې د اوکراین بحران په شمول د منفي عواملو له امله، د نړیوال اقتصاد د عادي کېدو بهیر پر وړاندې ستر فشارونه موجود دي، په ځينو هېوادونو کې د پيسو لوړ انفلاسیون او د پرمختګ کمزوری حالت د بېلابېلو هېوادونو پر اقتصاد، روزګار او لګښت منفي اغېزه کوي، نو د چین د اقتصاد ثابت پرمختګ د ګردې نړۍ لپاره ستر اهمیت لري.

اوس د نړیوال اقتصاد  د کمزورېدو او ځنډېدو ګواښونه زیات دي او د چین په کور دننه کې د اقتصاد د عادي کېدو بنسټ کلک نه دی. که څه هم د چین د اقتصاد پر وړاندې زیات مشکلات او ننګونې موجودې دي، خو پر ښه لوري د اقتصاد د روانېدو تمایل يې نه دی شوی. د کرونا وبا ضد د مبارزې د تدبیرونو، د اقتصاد د ثابتولو او د خوندي پرمختګ د تضمین په شمول د یو لړ اغېزمنو ګامونو په اثر به د چین اقتصاد د پرمختګ نور زیات بریالیتوبونه ومومي او د نړیوال اقتصاد لپاره به ډېر زیات باور او ځواک برابر کړي.

د وخت په تېرېدو سره به دا تایيد شي چې په چین کې پانګونې به ښې ګټې ولري.