فغان چارواکو د اګست په ۱۵مه نېټه ويلي، چې د افغانستان په پروان ولايت کې د اګست د ۱۴مې نېټې په شپې د سختو بارانونو له امله سيلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۱۷ تنه يې مړه کړي دي.
د پروان د شينواري ولسوالۍ ولسوال ملا خان محمد په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د سيلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او څو کسان لا هم ورک دي.
يادو سيلابونو لسګونه کورونه هم ويجاړ کړي دي.