د چين حکومت نژدې سل ميليونه بېوزله خلک د شتمنې ټولنې په لور روان کړي
CMG2022/08/16 15:44:27
شريکول:

يولين ولسوالي د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په لوېديځ کې ده او شاوخوا سيمې يې په غرونو پوښل شوې دي.

۲۶ کلن لي ون بين د يو لین ولسوالۍ د باچياو کلي اوسيدونکی دی او نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې د وليو يا مټو پر ناروغۍ اخته او په روغتون کې بستر شوی و.

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکو هغه مهال د خپلو ناروغيو درملنه نه کوله، ځکه دوی یې وس او توان نه درلوده، نو لي ون بین هم ځان ته اندېښمن و، چې هغه به بیا په خپلو پښو ونه دريږي.

د چين حکومت د لي ون بېن د ناروغۍ د وضعيت مالومات د بېوزلۍ د له منځه وړلو ډېټابېس کې ولیکل.

د چين له لسو زيات وزاراتونه او څانګې ياد ډېټابېس کاروي او کارکوونکي یې د بېوزلو وګړو په اړه کره مالومات ترلاسه کوي.

د چين د روغتيا ملي کمېټې چارواکو د بېوزلۍ د له منځه وړلو ډېټابېس کې د لي ون بېن په اړه مالومات ترلاسه کړل او بیا يې د ګوانګ دونګ ولایت يوه روغتيايي ډله د نوموړي د لاسنيوي په موخه ګوانګ شي ته ولیږله، تر څو د لي ون بين په درملنې کې مرسته وکړي.

دغې ډلې د لي ون بين د وليو یا مټو عمليات وکړل او لګښت يې د طبي بېمې او د ګوانګ دونګ سيمه ييز حکومت له لوري ورکړل شو.

چين له بېوزله کسانو سره د طبي مرستې په موخه ۱۰۰۷ روغتونونو ته ۱۱۸ زره طبي کارکوونکي لېږلي دي.

لي ون بين اوس جوړ شوی او عادي ژوند لري.

په ياد ډېټابېس کې د لي ون بين په شان د ډېرو بېوزلو کليوالو ماالومات خوندي دي او دولتي کارکوونکي د همدغو مالوماتو له لارې له يادو کسانو سره مرستې کوي.

 د چين حکومت د بېوزلۍ له منځه وړلو په بهير کې د ځانګړو روزنو، د ناروغيو درملنې، د مالي مرستو لارې چارې کارولي او د اړتياوو له مخې يې له بېوزلو خلکو سره مرستې کړې دي.

د مالوماتو له مخې، د چين حکومت د ياد ډېټابېس له لارې په کليوالو سیمو کې ۸۹ ميليونه او ۹ سوه ۹۰ زره خلک له بېوزلۍ څخه وباسلي دي.