۱۱۹ هېوادونو د کرونا ضد د چين سينوفارم واکسين کارولو ته منظوري ورکړې
CMG2022/08/17 11:58:40
شريکول:

چين تر اوسه څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سازمانونو ته له ۲ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو دوزو زيات واکسين برابر کړی او څه باندې ۲۰ هېوادونو ته يې اړوندې تکنالوژي برابرې کړي او ور سره يې همکارۍ کړې او په بهرنيو هېوادونو کې یې د کرونا ضد واکسينونو کلنی توليدي توان ۱ميليارډو دوزو ته رسولی دی

د چين سينوفارم شرکت د اګست په ۱۵مه نېټه یوه ناسته ترسره کړې او ډېرو کورنيو او بهرنيو شخصيتونو ته يې پکې د ګډون بلنه ورکړې وه.

په چين کې د ارجنټاين، سربيا او عربي متحده امارات او د ځينو نورو هېوادونو سفيرانو هم په يادې ناستې کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې د کرونا وبا ضد په نړيواله مبارزه کې د چين کوښښونه ستاينه کړې ده.

په چين کې د ارجنټاين سفير ويلي، چې د کرونا وبا ضد واکسين د جوړېدو په لومړيو وختونو کې د دې وبا ضد واکسين ډېر کم و او چين همغه وخت ارجنټاين ته زيات واکسين وليږه او د کرونا وبا د خورېدو په مخنيوي کې يې اغېزمن رول ولوباوه. نوموړي د چين دغه چاره د دواړو هېوادونو د ژورو اړيکو ښه نمونه بللې ده.

 (مينه)