د روسیې دفاع وزارت د اګست په ۱۶مه نېټه د ((پوځ-۲۰۲۲)) په عنوان د پوځي ټکنالوژۍ نړیوال فورم په ترڅ کې له دوو شرکتونو سره د سارماټ((Sarmat)) قاره ويشتونکي بالستيک توغنديو او د ((S-500)) هوايي بريد ضد سيسټم د پیرودلو تړونونه لاسلیک کړي دي.
تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال اليکسي کريولوچکو په همدې ورځ د دغه هېواد د ماکیف د توغندیو ملي مرکز له مشر جاګاري او د الماز ايتنا شرکت ((Almaz-Aetna Telecommunications)) له مرستيال نیسکورودوف سره د يادو توغنديو او سيسټم د تدارکاتو تړونونه لاسلیک کړي دي، خو په راپور کې يې د دغو تړونونو د جزياتو یادونه نه ده کړې.
د روسیې د دفاع وزیر سيرګي شویګو د روانې میاشتې په پیل کې ويلي وو، چې روسیه به د ياد فورم په جريان کې د ۵۵۲ ميليارډو روبل ((rouble)) يعنې د ۸ ميليارډو او ۶۶۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ۳۶ قراردادونه لاسلیک کړي.
(ژباړه: شکريه)