شي جين پينګ: موږ د چين د شمال ختيځې سيمې پر بيا سمسورتيا پوره باور لرو
CMG2022/08/17 15:04:22
شريکول:


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د لياو نينګ ولايت د جين جو ښار د دونګ هو ځنګلي پارک څخه ليدنه وکړه او هلته یې له ځايي خلکو سره، چې په بېلا بېلو ساتېريو بوخت وو، نږدې خبرې وکړې.

 

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين حکومت غواړي، د چيني ځانګړتيا لرونکې عصري لارې په مټ خلکو ته ګټې ورسوي او چيني ملت په ګډه د سوکالۍ په لوري روان کړي. چيني ځانګړتيا لرونکې لار يوازې څو کسانو ته ګټې نه رسوي، بلکې پر دغې لارې تګ ټولو خلکو ته ګټې رسولی شي.

 

نوموړي وويل، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د دغه ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې، د شمال ختيځې سيمې د بيا سمسورتيا ستراتيژي پلي کوي او په دغې سيمې کې د صنعتي جوړښت تنظيمولو ته داسې دوام ورکوي، چې د نوې زمانې د اصلاحاتو او پرمختګ له غوښتنو سره سمون لري.

 

شي جين پينګ د هېواد د شمال ختیځې سيمې پر بیا سمسورتيا پوره باور ښودلی دی.

 

(ژباړه: شکريه)