چين مېډيا ګروپ د يوه تلويزیوني فورم «افغانستان د بدلون په بهیر کې» کوربتوب کوي
CMG2022/08/17 14:44:28
شريکول:

چين ميډيا ګروپ په پام کې لري، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د يو کال د پوره کېدو په درشل کې د يوه تلويزیوني فورم «افغانستان د بدلون په بهیر کې» کوربتوب وکړي او له دې لارې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې پاملرنه را واړوي. 

 ياد فورم د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن او د افغانستان شمشاد تلويزيون په ګډ نوښت جوړېږي او مېلمانه به يې د بېجينګ او کابل په سټوډيوګانو کې پر اړوندو موضوعاتو د نظر تبادلې وکړي. دا لومړی ځل دی، چې د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ په ګډې همکارۍ لوړپوړی تلويزيوني فورم ترسره کوي او هدف يې د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو د هوارې لپاره د نړيوالې ټولنې د زیاتو مرستو راجلبول ښودل شوی دی.


د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مارټين ګريفيتس او د افغانستان لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی يو شياو يونګ به یاد فورم ته وېډيويي ويناوې وکړي او د چين، افغانستان، پاکستان، ازبکستان، هند او امريکې په شمول د یو شمېر هېوادونو حکومتي چارواکي، د نړيوالو سازمانونو استازي او کارپوهان به پکې د افغانستان د بشري بحران او اقتصادي بيارغونې د ستونزو د حل پر لارو چارو بحثونه وکړي.

د افغانستان لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی يو شياو يونګ وايي، چې یو کال مخکې د افغانستان په وضعيت کې لوی بدلون راغی او افغانانو داسې تاريخي فرصت ترلاسه کړی، چې د هېواد سرنويشت پخپله وټاکي، خو د دې ترڅنګ دوی له سختو ننګونو سره هم مخ دي، نو په داسې حال کې د چيني او افغان خبري رسنيو جوړېدونکی فورم ډېر اغېزمن تمامېدای شي.

ياد فورم به د اګست په ۱۸ مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د سي جي ټي اېن پر پاڼو په ژوندۍ بڼه خپور او اړوندې خپرونې به يې د سي جي ټي اېن په ويبپاڼو او د شمشاد پر ټلويزيوني پردې خپرې شي.