چين: امريکا د افغانستان د بيارغونې مسئوله ده
CMG2022/08/17 11:13:30
شريکول:

د افغانستان لپاره د چين د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو یونګ پدې وروستیو ورځو کې په کابل کې له سي اېم جي سره د مرکې پر مهال ويلي، چې هېواد يې او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد سولې او بيارغونې ته ډېره پاملرنه کوي او چين او افغانستان پر دې اند دي، چې امريکا د افغانستان د اوسنيو ستونزو عمده مسئوليت لري.

نوموړي پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه او ناسم محدوديتونه دې لغوه کړي.

يو شياو يونګ ويلي، چې په افغانستان کې د تېر کال په ۱۵ مه نېټه لوی بدلون راغی او اوس یې کال پوره شوی دی.
نوموړي ويلي، چې د امريکا او ناټو تېر شل کلن اشغال افغانستان ته ډېرې ستونزې او زيانونه رسولي او امریکا يې د افغانستان د اوسنيو ټولو ستونزو او بحرانونو سرچينه بللې ده.
نوموړي له امريکې غوښتي، چې د افغانستان د بيارغونې عمده مسئوليت پر غاړه واخلي او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې د افغانانو شتمني خوشې کړي او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه او محدوديتونونه پای ته ورسوي، څو افغانستان له نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو څخه زیاتې مرستې ترلاسه کړي. 
شاغلي يو شياو يونګ زياته کړې، چې له افغانستان څخه د تازه سفر په موده کې يې له افغان لنډمهاله حکومت څخه د  اړينو مرستو معلومات ترلاسه کړي او چين به له افغانستان سره د اړتياوو له مخې مرستې وکړي.