شي جين پينګ د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2022/08/17 10:07:34
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په شپاړسمه نېټه د مصر د يوې کليسا د اورلګېدنې د پېښې په پار د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې خپګان ښودلی، چې د مصر په يوې کليسا کې د اورلګېدنې له امله ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړي د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ژوره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله څرګنده کړې ده.

 

(ژباړه: شکريه)