شي جين پينګ د لیاو نینګ ولایت له جین جو ښار څخه لیدنه وکړه
CMG2022/08/17 15:27:45
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د اګست په ۱۶مه نېټه د لیاو نینګ ولایت له جین جو ښار څخه لیدنه وکړه.

نوموړی هلته د لیاو شن جګړې د يادون موزیم او دونګ هو ځنګلي پارک ته تللی او د چین په شمال ختيځ کې د جګړې تاریخ او د لیاو شن جګړې د بریالیتوب بهیر ته يې کتنه کړې، د سیلابونو د مخنیوي او د ایکولوژيکي چاپېریال د ساتنې په اړه د ځايي حکومت کارونه يې څارلي او چارواکو ته يې له ناورینونو سره د مبارزې توان د لوړتیا په هکله مهمې سپارښتنې او لارښوونې کړې دي.

 (هیله)