د ملګرو ملتونو کارپوهانو په امریکا کې د نژادي تبعیض پر حالاتو نیوکې کړي
CMG2022/08/17 11:09:37
شريکول:

د ملګرو ملتونو يوه ځانګړي کمېسیون څو ورځې مخکې په امریکا کې ((د هر ډول نژادي تبعیض د له منځه وړلو  نړیوال تړون )) د تطبیق په پار د څارغونډه ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتونو ګډونوالو کارپوهانو په امریکا کې د نژادي تبعیض پر سختو حالاتو نېوکې کړې دي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۱۶مه نېټه په یوې خبري ناستې کې په دې اړه وویل، چې امریکا ((د هر ډول نژادي تبعیض د له منځه وړلو نړیوال تړون)) د بنسټ ايښودونکې په توګه، له اوږدې مودې راهیسې د خپل تسلط د ساتلو لپاره په نورو هېوادونو کې د نژادي تبعیض درواغ جوړ کړي، خو په کوردننه کې يې بیا د نژادي تبعیض سختې مسئلې ته په ځير نه دي کتلي.

وانګ ون بين وويل، چې نړیوالو کارپوهانو امریکايي حکومت ته څرګندې نښې ورکړي، چې په کوردننه د نژادي تبعیض مسئلې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

(هیله)