پوتین: لوېديځ هېوادونه د نښتو له لارې خپل تسلط غواړي
CMG2022/08/17 10:35:41
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اګست په ۱۶مه نېټه د مسکو په لسمه نړیواله امنیتي غونډه کې ویلي، چې لوېديځ په نورو هېوادونو کې د نښتو راپورته کولو له لارې د ډېرو هېوادونو د پرمختګ مخه نيولې او په دې هڅه کې دی، چې نور هېوادونه کنټرول کړي او خپل تسلط وساتي.

 نوموړي زیاته کړې، چې امریکا له خپلو ملګرو سره د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې په زور لاسوهنې کوي او خپلې ادارې د ګواښ، ویرې او فشار له لارې پر نورو تپي. 

د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه ویلي، چې د روسیې ځواکونو د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ پر شاوخوا سیمو پر له پسې توغندي توغولي دي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر روسیې او اټومي چارو يې نوي بندیزونه ولګوي او ځواکونه يې باید سمدلاسه او له شرط پرته له زاپورژیا اټومي برېښناکوټ او شاوخوا سیمو څخه ووځي.

(هیله)