شي جين پينګ د وګړیو د سر و مال خوندیتوب د ساتلو غوښتنه وکړه
CMG2022/08/17 15:29:46
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اګست په ۱۶مه نېټه د لیاو نینګ ولایت له جین جو ښار څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د جين جو ښار د شیاو لینګ سیند او نو عه سیند څخه د لیدنې پر مهال د سيلابونو د مخنيوي او د سيلاب ځپلو خلکو د ژغورلو په اړه د لياو نينګ ولايت د اړوندو کارونو معلومات تر لاسه کړل.

نوموړي د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېټو او حکومتونو څخه غوښتي، چې د سیلابونو د مخنيوي لپاره دې اړين تدبیرونه ونيسي او سيلاب ځپلې خلک دې خوندي ځايونو ته وليږي، د وګړیو سر و مال دې خوندي وساتي، تر ناورین وروسته دې د بیارغونې کارونه ترسره کړي او د خلکو د چارو عادي کېدو لپاره دې ډېر کوښښونه وکړي.

(هیله)