د سوریې رسنۍ: امريکايي ځواکونو د سوریې نور تيل هم غلا کړي
CMG2022/08/17 10:54:29
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د اګست په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د سوريې نور تيل هم غلا کړي او په همدې ورځ يې د سوريې له شمال ختيځ څخه عراق ته يوه جوپه انتقال کړې ده.

 

د سوريې خبري اژانس د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي، چې امریکايي ځواکونو په همدې ورځ د سوریې تېل غلا کړي او په  ۶۵ ټانکرونو کې يې په عراق کې د امريکې یوې پوځي اډې ته انتقال کړي دي.

 

د سوریې رسنيو د هغو ټانکرونو شمېر، چې په دې وروستيو کې يې له سوريې نه عراق ته د غلا شويو تيلو د ليږدولو دنده درلوده، ۳۹۸ ښودلی دی.

 

(ژباړه: شکريه)