نويو استوګنځايونو د ډېرو خلکو بېوزلي غوڅه کړه
CMG2022/08/17 16:50:00
شريکول:

د چين حکومت په کور دننه ۹۸ ميليونه او ۹۹۰زره بېوزله خلک له شديدې بېوزلۍ څخه ژغورلي او په دې جمله کې يې څه باندې ۹ ميليونه او ۶۰۰ زره خلک نويو ځايونو ته انتقال کړي دي.

 دا د نوي چين له جوړېدو راهيسې تر ټولو زياتې شمېرې دي او په دغه هېواد کې په لويه پيمانه خلک له بېوزلۍ څخه وتلي او نويو ځايونو ته نقل شوي دي.

د چين حکومت د هېواد په جنوب لويديځ د يون نان ولايت په فو ګونګ ولسوالۍ کې له نورو ځايونو څخه د نقل شويو خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره ۱۵ استوګنيزې سيمې جوړې کړې دي.

لاندې انځورونه چې د سپومکیو په وسله اخيستل شوي، له بېوزلۍ څخه د چين د بېلابېلو سيمو د نومونو ښکارندويي کوي.

د فو ګونګ ولسوالۍ د بېوزلو سيمو ۲۲زره کسان له خپلو اصلي ځايونو څخه نويو استوګنيزو سيمو ته انتقال شوي دي.

د چين حکومت په دغو استوګنيزو سيمو کې کورونه، ښوونځي، پلونه او بېلا بېل بنسټيز تاسيسات جوړ کړي دي.

په چين کې د دغه ډول استوګنيزو سیمو شمېر شاو خوا ۳۵زرو ته رسېږي، چې څه باندې ۹ ميليونه او ۶۰۰ زره تنه ورته نقل شوي دي.

ياد شمېر خلک په تېرو لسو کلونو کې له بېوزلو ځايونو څخه نويو عصري ځايونو ته انتقال شوي او نوی ژوند يې پېل کړی دی.