پوتين: تايوان ته د نانسي پيلوسي سفر په احتياط پلان شوې پارونکې کړنه ده
CMG2022/08/18 10:28:12
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۶مه نېټه د مسکو د ۱۰مې دورې نړيوال امنيتي کنفرانس کې ويلي، چې تايوان ته د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پيلوسي سفر د يوې سياستوالې په توګه نامسؤلانه او ستوغه کړنه ده چې په احتیاط سره پلان شوې ده.

نوموړي ويلي، چې د نانسي پيلوسي دغه سفر د سيمې او نړۍ د ثبات د ويجاړولو او د شخړو د جوړولو په موخه د امريکايي توطيې يوه تشکيلاتي برخه ده او ترې ښکاري، چې واشنګټن د نورو ملي حاکميت او خپلې نړيوالې دندې له پامه غورځولې دي.

پوتين زياته کړې، چې امريکا په داسې کړنو د خپل تسلط ساتل غواړي. لويديځه نړۍ د کورنيو تضادونو او ستونزو پړه د روسيې او چين پر غاړه اچوي، څو د خپلو خلکو پام له اصلي مسئلو بل لوري ته واړوي. لويديځ هېوادونه اوس اسيا او ارام سمندر ته د ناټو په شمول د پوځي اتحاديو د پراخېدو هڅې کوي او نيت لري، چې په دغه سيمه کې د ناټو په شان پوځي ټلواله جوړه کړي.

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه څرګنده کړه، چې چين د ولسمشر پوتين د يادو څرګندونو لوړه قدرداني کوي.
نوموړي وويل، چې د پوتين څرګندونې د چين او روسيې ترمنځ د لوړې سويې ستراتيژيکې همغږۍ څرګندويي کوي او ورڅخه ښکاري، چې دواړو هېوادونو تل د يو بل د مرکزي ګټو په اړوندو مسئلو کې له يو بل ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې. 


( سپوږمۍ)