چين به له پاکستان سره يو ځای د اقتصادي دهليز پروژه په لوړ کيفيت اباده کړي
CMG2022/08/18 10:27:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ١٧مه نېټه په يوې عادي خبري غونډې کې د چين او پاکستان د اړيکو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په هکله د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې چين به له پاکستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو د شويو موافقو د عملي کولو او د شته پروژو پر بنسټ د صنعت، د خلکو ژوند د ښه والي، کرنې، ساینس او ټیکنالوژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د اقتصادي دهلیز ګډه پروژه به د "یو کمربند او يوې لارې" د ابادۍ د يوې برخې په توګه  بشپړه کړي.

 

د مالوماتو له مخې، د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په دې وروستیو کې له رسنیو سره په يوې مرکې کې د چین او پاکستان د اړیکو او د اقتصادي دهليز پروژه ډېره ستایلې ده.

 

ښاغلي وانګ ون بين د صدراعظم شهباز شريف د څرګندونو ستاينه کړې ده.

 

وانګ زياته کړې، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پروژه يوه اقتصادي غوښتنه ده، چې د سیمه ییز اتصال په وده کې مرسته کوي او د سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ډېره ګټوره ده.

 

(ژباړه: شکريه)