د الجزاير د شمال په ځنګلونو کې سخت اور لګیدلی، چې له امله یې د ځنګلونو پراخه برخه سوځيدلې، ۲۶ کسان یې وژلي او ګڼ شمېر يې نور ټپيان کړي دي.
د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون په همدې ورځ پر اورلګېدنې خواشيني ښودلې او د قربانيانو خپلوانو ته يې د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.
نوموړي زياته کړې، چې حکومت به يې په ټول توان هڅې وکړي، چې په ځنګلونو کې لګيدلی اور ووژني او د ټپيانو درملنه به وکړي.