د چين او امريکا د اګست ۱۷مې اعلاميې خپرېدل ۴۰ کاله پوره شول
CMG2022/08/18 09:53:53
شريکول:

د اګست ۱۷مه نېټه د چين او امريکا د اګست ۱۷مې اعلاميې د خپرېدو له ۴۰مې کليزې سره برابره وه. د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ پر امريکا غږ وکړ، چې له تاريخي تجربو عبرت واخلي، د يو چين د پېژندنې اصل ته دې عملي جامې واچوي او دغه اصل ته پر بې مانا او ناسمې لارې دې ګامونه نه اخلي. 

وانګ ون بين په اشارې وويل، چې چين او امريکا ۴۰ کاله دمخه د اګست ۱۷مې ګډه اعلاميه خپره کړې ده. امريکايي لوري په دغې اعلاميې کې جدي ژمنه کړې، چې په اوږد مهال کې به پر تايوان د وسلو د پلورلو هڅه ونه کړي، پر تايوان د پلورونکو وسلو فعاليت او اندازه به د هغه وخت له سويې زياته نه وي، بلکې په تدريجي توګه به يې کمه هم کړي او په اخر کې به يې صفر ته ورسوي. 

د اګست ۱۷مې اعلاميه، د شانګهای اعلاميه او د سياسي اړيکو د ټينګېدو اعلاميه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ جوړوي او منځپانګه يې د يو چين پېژندنې پر اصل څرخيږي.

( سپوږمۍ)