روسيه: امريکا بايد د ملګرو ملتونو په ۷۷مې عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره روسي پلاوي ته ويزې ورکړي
CMG2022/08/18 10:52:49
شريکول:

په امريکا کې د روسيې سفير انتونوف د اګست په ۱۷مه نېټه په يوې ټلويزيوني مرکې کې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو مقر په امريکا کې دی، نو واشنګټن بايد خپله دنده پر غاړه واخلي او سمدلاسه دې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاروف او روسي پلاوي ته ويزې ورکړي، تر څو هغوی په سپتمبر کې د م.م په ۷۷مې عمومي اسمبلۍ کې ګډون وکړي. نوموړي زياته کړې، چې امريکا تل له م.م څخه د ليدنې په شمول د روسي لوري د کاري سفرونو پر وړاندې ستونزې راپورته کړې دي.

انتونوف پر واشنګټن غږ کړی، چې امريکا ته د روسي پلاوي د داخلېدو لپاره زمينه برابره او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دوی ګډون تضمين کړي.

نوموړي ويلي، چې هغه به د اګست په ۱۸مه نېټه د روسي پلاوي د ويزې تر لاسه کولو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته هم لاړ شي.

 

(غاټول)