د چين د ژېړ سيند او يانځه سيند تېر لس کلن بدلون ته کتنه
CMG2022/08/18 16:49:35
شريکول:

ژېړ سيند او يانځه سيند د چين د ملت مورني سيندونه بلل کيږي.

سپوږمکۍ د دغو دوو سيندونو عکسونه اخيستي، چې د تېرو لسسو کالونو ايکلوژيکي بدلونونه پکې ښکاري.

څيړونکو په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د دغو سيندونو د شاوخوا سيمو کتنه کړې ده.

د سپوږمکۍ په وسيله اخيستل شويو عکسونو کې ښکاري، چې په تېرو لسو کلونو کې د ژيړ سيند پر دواړو غاړو زرغون رنګ زيات شوی او وچه صحرا کمه شوې ده.

د ژيړ سيند پر غاړو ايکلوژيکي چاپيريال ډېر ښه شوی او دغه سيند ته د توېيدونکو شګو کلنۍ اندازه له ۳۰۰ ميليونو څخه تر ۵۰۰ ميليونو ټنو پورې کمه شوې ده.  

د ژېړ سيند څنګلورو سيمو کې په تېرو لسو کلونو کې د کنټرول شوې خاورې پراخوالی ۲۶زره او ۸۰۰ مربع کيلومترو ته رسېدلی، چې دا له شانګهای ښار څلور چنده زيات دی.

د يانځه سيند پر غاړه د کيمياوي او صنعتي چارو فابريکو شمېر په تېرو لسو کلونو کې ډېر زيات شوی، خو د ښارونو د ککړو اوبو د  پاکولو توان هم لوړ شوی او يانځه سيند ته د توېېدونکو اوبو کيفيت لوړ او پاک شوی دی.

د يانځه سيند د اوبو کيفيت ښه دی او د سيند دواړه غاړې ښه سيلانيز ځايونه لري.