د کوریا جمهوریت او امریکا ګډ پوځي تمرینات د کوریایانو د سخت مخالفت سبب ګرځېدلي
CMG2022/08/18 14:51:27
شريکول:

کوریا جمهوریت او امریکا به د اګست له ۲۲مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې ګډ پوځي تمرینات وکړي او دغه تمرینات د برید او حملې څرګنده بڼه لري. دغه ګډ پوځي تمرينات په دې وروستیو ورځو کې د کوريا جمهوریت په ګڼو ځايونو کې د امريکا او جګړې ضد لاريونونه راوپارول او لاريونوالو يې وغوښتل  چې دغه پوځي تمرينات دې ودرول شي. د کوریا جمهوریت شنونکو دې ته اشاره کړې چې دغه ګډ پوځي تمرینات به نه یوازې د کوریا جمهوریت او دیموکراتیکې کوریا او د دیموکراتیکې کوریا او واشنګټن ترمنځ د ډیالوګ پر بیا پیل ډېره منفي اغېزه وکړي، بلکې د کوریايي ټاپووزمې د سولې لپاره هېڅ ګټه نه لري او د سیمې امنیت ګواښي.

د کوریا جمهوریت د دفاع وزارت وویل، چې د دغه هېواد او امریکې ګډ پوځي تمرینات هر کال ترسره کېږي. د دواړو هېوادونو ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د کړکېچ مدیریت  ۴ ورځني تمرینات پيل کړل چې د یاد ګډ پوځي تمریناتو د تیاري تمرین بلل کېږي.

د کوریا جمهوریت د يونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې، د سږنيو ګډو پوځي تمریناتو کچه به نه یوازې پراخه شي، بلکې د هېواد د هراړخیزې جګړې تر مفکورې لاندې به ترسره شي. د دغه هېواد مرکزي ورځپاڼې د یوې لیکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې د هېواد هراړخیزه جګړه یانې د ټولو سرچینو او لارو چارو په کارولو سره به جنګ کوي.

د کوریا جمهوریت د دفاع وزارت د روانې میاشتې په لومړیو کې د کانګرس د دفاع کمېټې ته یو کاري راپور وړاندې کړی او له مخې يې دغه ګډ پوځي تمرینات په دوو مرحلو وېشلي. لومړی پړاو يې دفاع او دوهم پړاو يې ځوابي بریدونه دي.

د کوریا جمهوریت يونهاپ خبري اژانس په اشارې سره ویلي، چې د خپل او امریکې دغه ګډ پوځي تمرینات د حملې او برید څرګنده بڼه لري.

د کوریا جمهوریت خلکو له دغو ګډو پوځي تمریناتو سره کلک مخالفت ښودلی دی. د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه یانې د دغه هېواد د ازادۍ ورځې د رخصتۍ په لومړۍ ورځ، په پلازمېنه سيول ښار کې د امریکې او جنګ ضد لاریونونه رامنځته شول. لاریونوالو وغوښتل چې دغه ګډ پوځي تمرینات دې ودرول شي، د کوریا جمهوریت او امریکې اتحاد دې لغوه شي او په کوریا جمهوریت کې د امریکې مېشت ځواکونه دې ووځي. اټکل کېږي، چې په همدې ورځ شاوخوا ۶ زرو کسانو په دغه لاریون کې برخه درلوده. سربېره پر دې، په بوسان،  پیونګتیک او ګنسان کې د امریکې د پوځي اډو په ځایونو کې هم د امریکا ضد لاریونونه وشول.

دیموکراتیکه کوریا تل د امریکې او کوریا جمهوریت ترمنځ ګډ پوځي تمرینات ځان ته ګواښ بولي او ترې غوښتنه کوي چې دغه پوځي تمرینات باید ودرول شي.

د کوریا جمهوریت شنونکي دا نظر لري، چې د کوریا جمهوريت او امریکې د لویې پيمانې ګډ پوځي تمرینات د کوریايي ټاپووزمې د سوله‌ ییز حل لپاره هېڅ ګټه نه لري او د سمیې امنیت به وګواښي. د دغه هېواد د ملي یووالي انسټیټیوټ پخواني مشر ګواک تای هوان وویل، چې د دیموکراتیکې کوریا په دريځ، د دغو ګډو پوځي تمریناتو د دوهم پړاو د ځوابي برید موخه هغه ده، نو دغه شان د حملې او برید رنګ لرونکي پوځي تمرینات د کوریا جمهوریت او دیموکراتیکې کوریا ترمنځ د ډیالوګ د بیا پیل لپاره هېڅ ګټه نه لري او باید ودرول شي.

د دغه هېواد د هان یانګ پوهنتون د اسیا او ارام سمندر سیمې د څېړنیز مرکز پخواني پروفیسور کون کي سیک وویل، چې د کوریا جمهوریت او امریکا باید هغه پوځي تمرینات  ترسره نه کړي چې د کوریايي ټاپووزمې وضعیت د لا ترینګلتیا سبب شي، بلکې له دیموکراتیکې کوریا سره دې ډیالوګ پر مخ یوسي.