اسرائيل له ترکيې سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د اعاده کولو اعلان وکړ
CMG2022/08/18 10:36:03
شريکول:

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر د اګست په ۱۷مه نېټه په يوې اعلاميې کې له ترکيې سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د اعاده کولو اعلان کړی او ويلي یې دي، چې دواړه هېوادونه به يو بل ته سفيران او عمومي قونسلان بيا ولېږي.

اعلاميه وايي، د اسرائيل لومړي وزير يايير لاپيد د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان او بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو سره خبرې کړي او د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د اعاده کولو پرېکړه يې کړې ده.

اعلاميه زياتوي، چې د اسرائيل او ترکيې د ډيپلوماتيکو اړيکو بیا پيل به د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړيکې ژورې او خپلمنځي اقتصادي، سوداګريزې او کلتوري تبادلې به پياوړې کړي او د سيمه ييز ثابت د ټينګېدو لپاره به پياوړی رول ولوبوي.

د مالوماتو له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې په پلازمينې انقره کې د قرغېزستان له بهرنيو چارو وزير کولوبايف ژنبيک سره په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې هېواد يې په اسرائيل کې خپل نوی سفير ټاکلی دی.