د خوراکي توکو ډبي د امریکا د خراب امنیت ښکارندويي کوي
CMG2022/08/19 11:06:11
شريکول:

په امريکا کې د غوښې ډبي، چې بيه يې يوازې ۳ اعشاريه ۹۹ ډالره ده، د غلا ضد شيشه يي سندوخچو کې پلورل کيږي او په دغه هېواد کې ځيني دکانونه په يوه شپه کې ۴ ځلې هم وهل شوي دي.

 

دا چې بيخي د نه منلو وړ دی، د امريکا تر ټولو لوی ښار نیویارک کې پېښه شوه. 

 

امريکايي رسنۍ وايي، چې په نیویارک کې په دې وروستيو کې غلاوې او جرمونه په تيزه توګه زيات شوي دي. د ځینو دوکانونو او سوپر مارکیټونو خاوندان د خپلو مالونو او توکو د ساتلو لپاره په عجيبو لارو ګامونه پورته کړې دي.

 

دوی د غوښو ډبيو، د غاښونو کريمونو او صابونونو په ګډون ارزان توکي هم د غلا ضد شيشه يي سندوخچو کې ايښي، چې غله يې يوازې ګوري، خو غلا کولی یې نه شي.

دا هر څه د امريکا د ملي کړکېچ ښکارندويي کوي.

 

امريکا د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کيږي، چې د تاوتريخوالي کچه پکې تر ټولو لوړه ده. امريکا کې خلک شخصي وسلې لري او په دې برخې کې يې نړيوال رېکارډ جوړ کړی دی.

 

د امريکا "د ټوپک تاوتریخوالي آرشیف" پر خپلې ویبپاڼې ويلي، چې د ختيځې امريکا په وخت د سږ کال له پيل څخه د اګست تر ۸مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۲۶۸۱۰ کسان د ټوپک په ډزو وژل شوي او ۲۳۷۰۷ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

 

په امريکې هغه ډول پېښې چې په منځنۍ توګه پکې ۴ يا ډېر کسان وژل شوي، په ورځني ډول ۱ اعشاريه ۸ ځلې پېښې شوې دي.

 

واشنګټن پوسټ په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی او د امریکایانو اندیښنې يې پکې منعکس کړې دي. راپور وايي، چې په امريکا کې په جولای کې له ۱ اعشاريه ۲ ميليونو زيات ټوپکونه پلورل شوي او یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی. ډېری امريکايان د ځان ساتنې لپاره ټوپکونه او وسلې اخلي او ډېری يې د شخصي امنیت او خونديتوب ته اندیښمن دي.

 

(ژباړه: شکريه)