د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۸مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پيل ۹ کلونو په بهير کې له اړوندو هېوادونو سر د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کړی او متقابلې ګټې او همکارۍ یې ورسره ژورې کړي او په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د مالوماتو له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د جوړېدو په بهیر کې د بېلګې په توګه د چين او لاوس د اورګاډي پټلۍ پرانيستل شوې، د کرواتيا پلجيساک سمندري پل جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی او د جاکارټا ـ باندونګ چټکه پټلۍ، د هنګري ـ صربيا اورګاډي پټلۍ، د ډجيبوټي بندر او د ګوادار بندر جوړولو کې مهم پرمختګونه شوي دي.
د یو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې روانو پروژو سيمه ييز اقتصاد په خوځښت او د خلکو ژوند کې يې څرګند ښه والی راوستلی دی.
چين د ۲۰۲۲م کال د جولای تر ۴مې نېټې پورې له ۱۴۹ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او څه باندې ۳ زره پروژې يې پلې کړي او د پانګونې اندازه يې ۱۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی ده.
(مينه)