د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جوی تينګ د اګست په ١٨مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې وويل، چې امريکا د چيپ او ساينس قانون جوړ کړی او له دې لارې غواړي، چې د چيپ کورني صنعت ته زياتې مالي مرستې او مالیاتي تخفيف ورکړي.
نوموړې د امريکې دغه قانون د صنعتي ملاتړ نامناسبه لار بللې ده.
د امريکې دغه قانون ځینې مادې په چین کې د اړوندو شرکتونو عادي سوداګريز فعاليتونه او پانګونې محدودوي، چې دا يو څرګند تبعیضي چلند بلل کېږي.
شو جوی تينګ د امريکا دغه قانون د بازار او سوداګرۍ له نړیوالو قوانينو څخه سره په ټکر کې بللی او ويلي يې دي، چې امريکا په داسې کړنې د سیمیکمډکټر (semiconductor) د عرضې نړيوال ځنځير ګډوډوي او چین يې د دې کړنې پر وړاندې سخت مخالفت کوي.
نوموړې زياته کړې، چې د امريکا د قانون پلي کول باید د تجارت د نړيوال سازمان له اړوندو مقرراتو او له خلاصون، شفافیت او غیر تبعیضي اصولو سره سمون ولري.
چين به د امريکې ياد قانون دوامدار وڅاري او د اړتيا په وخت کې به د خپلو مشروع حقوقو او ګټو د ساتنې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
(ژباړه: شکريه)