بلال کريمي: د امريکا لخوا د افغان شتمنيو کنګل له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده
CMG2022/08/19 14:33:48
شريکول:

په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ يو کال واوښت، خو دوی څه لاسته راوړنې لري؟
سي جي ټي اېن څو ورځې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت له مرستيال وياند بلال کريمي سره مرکه کړې او د افغانستان د اقتصاد او د طالبانو د واک په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه يې پوښتلی دی.
ښاغلي کريمي په خپلو خبرو کې ويلي، چې امريکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او له شکه پرته يې له ټولو نړيوالو قوانينو سرغړونه کړې ده.