د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د اګست په ۱۸مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې هغه په همدې ورځ په اوکراين کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريش سره کتلي دي.
زيلينسکي ويلي، چې له ګوټرېش سره یې په یو لړ مسئلو خبرې کړي او موافقه یې کړې، چې د اوکراين د غلو دانو د لېږد تړون د تطبیق لپاره به په ګډه کار کوي.
نوموړي ويلي، چې له ګوټرېش سره یې د اوکراين د غلو دانو د انتقال د دوامدار پرمختګ او د اسيرو اوکرایني سرتيريو د خوشي کولو او ډاکټرانو د کمښت په اړه بحثونه کړي دي.
زيلينسکي زياته کړې، چې د زاپورژیا پر اټومي برېښناکوټ ترهګريز بريد ښايي نړيوال بحران رامنځته کړي او هيله يې ښودلې، چې ملګري ملتونه د دې اټومي برېښناکوټ امنيت تضمين او غير پوځي رنګ ورکړي او له روسي ځواکونو څخه یې په خپله ولکه کې واخلي.