د کډوالو ستونزو د بشري حقونو د تش په نوم د ساتونکې اصلي بڼه په ډاګه کړې ده
CMG2022/08/19 09:17:02
شريکول:

امريکايي سرچينو راپور ورکړی چې افغانستان کې د جګړې ختمیدو په لومړۍ کليزه کې د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د استوګنې په برخه کې له دوی سره د بریتانیې حکومت د مرستې پلان پای ته رسېږي، دوی باید پخپله د استوګنې ځایونه ولټوي. د بشري حقونو سازمان وايي، چې دغه افغان کډوال له پیسو، لارښوونې او مرستې پرته له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ډېرې کورنۍ ښايي بې کوره شي.

بریتانیې په تېر جولای کې وغوښتل چې په کور دننه کې کډوال يې ترکیې ته وليږي، د ترکیې لخوا دا غوښتنه په جدي توګه رد شوه.

بریتانیې په تېر اپریل کې له رواندا سره د کډوالو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او روندا ته يې ۱۲۰ میلیونه بریتانیوي پونډه ورکړي و. د تېر جون په ۱۴مه نېټه له بریتانیې څخه د کډوالو لومړۍ ځانګړې الوتکه روندا ته تر خوځېدو مخکې، د اروپا د بشري حقونو محکمې ویلي، چې روندا خوندي درېیمه خوا نه ګڼل کېږي. نو دغه معامله يې ناکامه شوې او بریتانیا بیا ترکیه د کډوالو لپاره نوی تمځای ټاکلی.

بریتانیې په خپل هېواد کې له بهرنيو کډوالو ډېر بد وړي او بله خوا امریکې تل له کډوالو سره واټن ساتلی دی. د مثال په توګه، د امریکې ولسمشر جوبايډن ژمنه کړې، چې هغه افغانان چې مخکې يې له امریکايي ځواکونو سره مرستې کړې وې، د پالنې لپاره امریکې ته ننوتلی شي. د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتي ادارې د ۲۰۲۱م کال له جولای راهیسې د بشردوستانه پیرول پروګرام له لارې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ننوتلو څه باندې ۴۶ زره غوښتلیکونه تر لاسه کړي، خو د سږ کال د جون تر ۲مې نېټې پورې، له دې جملې څخه یوازې یوازې ۲۹۷ غوښتنلیکونه تنظیم شوي دي. دغه شمېر له عمومي حجم څخه له یو سلنې کم دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو شورا د سږ کال په تېر جون کې یوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې اوس په ګردې نړۍ کې د کډوالو شمېر له سل ميلیونو اوښتی دی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

بریتانیا او امریکا باید په دې ښه پوه وي چې د دوی لخوا راپورته شوې نښتې او جګړې په ګردې نړۍ کې د کډوالو شمېر د زیاتېدو عمده لامل دی.

امریکې په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د افغانستان جګړه راپورته کړه او په دغه ۲۰ کلنه جګړه کې، ۱۱ ملیونه افغانان کډوال شول. امریکې په ۲۰۰۳م کال کې عراق کې د ډل وژونکو وسلو د شتون په پلمه په عراق کې جګړه پيل کړه او په نتیجه کې څه باندې یو ملیون عراقیان کډوال شول. امریکې ور پسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې لاسوهنې پيل کړې او د په زياته اندازه بمبارۍ يې وکړې، له امله يې په سوریه کې د کډوالو شمېر هر کال ۶۱۰ زره زیاتېدو. سږ کال د روسیې او اوکراین ترمنځ سخت کړکیچ رامنځته شوی او څه باندې ۶ میلیونه اوکراینیان کډوال شول، ټولو ته مالومه ده چې د دې کړکیچ تر شا هڅونکې د امریکې په مشرۍ ناټو ده. 

د امریکې په مشرۍ لوېديځو هېوادونو د نړۍ په ډېرو سیمو کې نښتې او جګړې راپارولې، بله خوا دوی تل ځانونه د بشري حقونو ساتونکي ګڼي، خو د کډوالو د ستونزو پر وړاندې يې بې غوري څرګنده کړه، له دې څخه د بشري حقونو د دغو تش په نوم ساتونکو اصلي بڼه پوره ښکاره شوې ده.