د صربيا ولسمشر الکساندر ووچيچ د اګست په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې بلګراد کې د چين له سفير چن بو سره کتلي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې صربيا د چين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه ټينګ ملاتړ کوي.
الکساندر زياته کړې، چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره سمون لري او بله پاليسي به نړۍ د بې ثباتۍ او ګډوډۍ لور ته ټېل وهي.
(مينه)