په چين کې د روان کال په ۷ مياشتو کې د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې اندازه ۱۷،۳ سلنه زياته شوې
CMG2022/08/19 10:05:04
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې يې ۷۹۸ ميليارډه او ۳۳۰ ميليونه يوانه (۱۲۳مليارډه او ۹۲۰مليونه امريکايي ډالره)بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په ياد خبر کې د چين په خدمتي چارو کې د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې اندازه ۵۹۸ ميليارډه او ۹۲۰ ميليونو يوانه ښودل شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې د لوړې ټکنالوژۍ په ټولو چارو کې د راجلب شوې بهرنيو پانګو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۱ سلنه زياته شوې، چې د لوړې ټکنالوژۍ په توليدي چارو کې ۳۳ سلنه او په خدمتي چارو کې ۳۱.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

خبر زياتوي، چې په چين کې د کوريا جمهوريت، امريکا، جاپان او المان د پانګونې اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴۴.۵ سلنه، ۳۶.۳ سلنه، ۲۶.۹ سلنه او ۲۳.۵ سلنه زياتې شوې دي.

(مينه)