د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸مه نېټه د چين او افريقا د همکاريو فورم د ۸مې دورې د وزیرانو غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو په پار انلاين ناستې مشري وکړه.
په دغې غونډې کې د سېنګال د بهرنيو چارو وزيرې ايساتا او د تېرو دورو فورمونو د افريقايي کوربه هېوادونو استازو، د افريقا د بېلابېلو سيمو او ټولنو استازو او په چين کې د افريقايي هېوادونو سفيرانو ګډون کړی و.
وانګ يي يادې غونډې ته پنځه فقره ييز وړانديز کړی دی:
۱ـ ټول هېوادونه دې پر صداقت او رېښتينوالي ټينګار ولري او يووالی دې وساتي.
۲ـ ټول لوري دې هر اړخيز پرمختګ وکړي او د ګډ پرمختګ لاره دې ومومي.
۳ـ ټول هېوادونه دې پر خپلواکۍ ټينګار ولري او د سيمه یيزې سولې لپاره دې هڅې وکړي.
۴ـ ټول لوري دې خپلمنخي دوستي ټينګه وساتي او د خلکو ترمنځ دې تفاهم زيات کړي.
۵ـ ټولې خواوې دې پر ورخلاصون او ګډو ګټو ټينګار ولري او له افريقا سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو د سالم پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.
افريقايي استازو د دې فورم د ۸مې دورې د وزيرانو غونډې د لاسته راوړنو د پلې کولو په برخه کې د چين د هڅو لوړه ستاینه کړې ده.