د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملی ادارې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۸مه نېټه د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو د تګ ـ راتګ ۲۰۲۱م کال راپور کړی، چې پکې د يادو اورګاډيو د تګ راتګ لاسته راوړنې پکې بیان شوي او راتلونکي ته يې پکې کتنه شوې ده.
راپور وايي، چې د روان کال د جولای تر پايه پورې، د چين او اروپا ترمنځ اورګاډيو له ۵۷ زرو ځلې ډېر تګ راتګ کړی دی.
دغو اورګاډيو د چين او د اروپا د ۲۴ هېوادونو ۱۹۶ ښارونو ترمنځ تګ راتګ کړی او په يادې مودې کې يې ۵ ميليونه او ۳۰۰ زره کانټينرونه انتقال کړي، چې عمومي ارزښت يې ۳۰۰ ميليارډه ډالره ښودل شوی او د نړیوالو اقتصادي همکاريو لپاره يې مهم پل برابر کړی دی.