چين د نوښتګرو هېوادونو په قطار کې شامل شوی دی
CMG2022/08/19 20:16:41
شريکول:

په تېرو لسو کلونو کې په چين کې د نوښتګرو دولتي نمونوي سيمو شمېر له درېيو څخه ۲۳ ته زيات شوی، لس کاله مخکې د لويو او نويو ټيکنالوژيسټيکي تصديو شمېر ۴۹ زره و،  په ۲۰۲۱م کال ۳۳۰ زرو ته رسېدلی دی.

په تېرو لسو کلونو کې نوښتګر ځايونه تر ډېره د چين په ختيځ کې دي او اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه سيمې شته. چين بنسټيزو څيړنو ته په ډېر ارزښت ورکوي او د علمي تاسيساتو جوړولو چارې يې چټک کړې دې.

له ۲۰۱۳م کاله تر اوسه پورې چين زياتې سپوږمکۍ فضا ته لېږلي دي، چې د دغو سپوږمکيو په وسيله د اخيستل شويو عکسونو له لارې پر خاورو باندې بدلونونه ليدل کېږي.

د بيلګې په توګه د دغو عکسونو له لارې دا ليدلی شو، چې په پخوانيو څو کلونو کې د چين په جنوب کې شن جن ښار ډېر بدلون کړی دی. په ۲۰۱۲م کال کې هلته هېڅ ودانۍ موجودې نه وې، خو په لسو کلونو کې د نوښتونو ځانګړتياوو لرونکو ودانيو شمېر ډېر زيات شوی.

د نوښت سيستم ورځ په ورځ بشپړ او پوخ شوی، په ختيځ کې د سمندر پر غاړه د ځايونو اقتصاد چټک پرمختګ موندلی. د نوښتونو له امله نه يوازې د چين بېلابېلې سيمو بدلون موندلی، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ لارښونه کوي. چټکې اورګاډي، پنځه جي، فضانوردۍ او ډېرې نورې چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي او د پاکې انرژۍ موټرو توليد اندازه د نړۍ تر ټولو لوړ مقام خپل کړی دی.