د کوريا جمهوريت خارجه وزير: د چین له ګډون پرته د اندو - آرام سمندر د راتلونکې په اړه خبرې نه شي کولای
CMG2022/08/19 15:00:50
شريکول:

د کوريا جمهوريت خارجه وزير پارک جين په دې وروستيو کې ويلي، چې چين د کوريا جمهوريت يو مهم اقتصادي ملګری دی او له ګډون پرته يې د اندو ـ ارام سمندر سيمې د راتلونکې په اړه خبرې نه شي کولای. نوموړي ويلي، چې د چين او کوريا جمهوريت د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو دېرش کالونه په پوره کېدو دي او دواړه هېوادونه به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته دوام وکړي.

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په اتلسمه نېټه په يوې عادي خبري ناستې کې د ښاغلي پارک جين د يادو خبرو ستاينه وکړه.

 

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي څو ورځې مخکې د کوريا جمهوريت له خارجه وزير پارک جين سره ګټورې خبرې اترې کړي او موافقه يې کړې، چې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کاليزې د يادونې فعاليتونه به په ښه توګه تر سره کړي او د خپلمنځي اړيکو د مثبت پرمختګ لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

 

چين غواړي، له کوريا جمهوريت سره د دوه اړخيزو اړيکو د سم پرمختګ لار ومومي او په راتلونکو دېرشو کالونو کې ورسره د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

 

(ژباړه: شکريه)