شي جين پينګ د مسلکي او تخنيکي تعليم د پرمختګ نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/08/20 10:53:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نېټه د مسلکي او تخنيکي تعليم د پرمختګ نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

نوموړي په خپل پيغام کې وويل، مسلکي تعليم د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ سره تړاو لري، د کاري فرصتونو د زياتوالي، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د ګټو زياتېدو لپاره ډېر مهم ارزښت لري. چين په فعاله توګه باکيفيته مسلکي تعليم ته وده ورکړې او له بهرنيو هېوادونو سره د مسلکي تعليم د تبادلې او همکاريو ملاتړ کوي. چين غواړي له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې او لاسته راوړنې شريکې کړي، يو له بل څخه زده کړه وکړي، په ګډه د نړیوال پرمختګ وړانديز پلی کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د ژر پلي کېدو لپاره خدمتونه وکړي.

د مسلکي او تخنيکي تعليم د پرمختګ نړيوال کنفرانس په ورځ د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شو.