چين او افريقا د همکارۍ د پياوړتيا ګډه اعلاميه تصويب کړه
CMG2022/08/20 10:52:00
شريکول:

د چين او افريقا د همکاريو فورم د وزیرانو د ۸ مې غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو  په ناسته کې مهمه موافقه شوې.

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸مه نېټه د چين او افريقا د همکاريو فورم د وزیرانو د ۸ مې غونډې د لاسته راوړنو د پلي کولو د انلاين ناستې مشري وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د يادې ناستې په اړه وويل، په ياده ناسته کې دواړو خواوو د بهرنیو چارو وزيرانو د دې فورم د ۸ مې دورې غونډې د لاسته راوړنو پلي کولو او د چين او افريقا د همکاريو په اړه ژور بحثونه او مهمه موافقه شوې ده.

په ياده ناسته کې ګډه اعلاميه تصويب شوې ده. له دې اعلاميې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې جوړېدو په اړه د دواړو خواوو ټينګ هوډ څرګند شوی دی.