افغانستان د امریکا د تګلارو د ناکامۍ ثبوت دی
CMG2022/08/20 10:55:41
شريکول:

 په دې وروستۍ موده کې ډېرو نړيوالو رسنيو له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو لومړۍ کليزې ته پاملرنه کړې او ويلي يې دي، چې تر اوسه پورې پر افغانستان د امریکايي پوځ د تيري منفي اغېزې لا دوام لري. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۹مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، سره له دې چې امريکايي پوځ له افغانستانه وتلی، خو پر دغه هېواد لاهم د امریکا د تېري منفي اغېزې پاتې دي. اوسمهال میليونه افغانان په سخت حال کې ژوند کوي، شاوخوا ۳ ميليونه افغان ماشومان د بېوزلۍ له امله له تعليم څخه بې برخې شوي او ۱۸ ميلیونه او ۹۰۰ زره افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. امريکا د دې ټولو له مسووليته ځان نشي خلاصولای

وانګ ون بين وويل، د افغانستان له اوسني حالته دا په ډاګه شوې، چې د امريکا د تش په نامه ډيموکراتيکو اصلاحاتو پلان ناکام شوی.